25 څۀ وخت چې ګڼه ګوڼه بهر کړے شوه نو هغه ورننوتو او جينۍ يې د لاسه ونيوله، نو هغه راپاڅېده.
عيسىٰ ورغلو او د هغې لاس يې ونيولو او په پښو يې ودروله او تبه يې لاړه او هغه د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه.
بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“
بيا هغۀ ړوند سړے د لاسه ونيولو او د کلى نه يې بهر بوتلو. او د هغۀ په سترګو يې لاړې پورې کړې او لاسونه يې پرې کېښودل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى او کۀ نه؟“
خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيولو او په پښو يې ودرولو او هغه ودرېدو.
خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيوله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه زما بچۍ.“