19 عيسىٰ پاڅېدو، او هغۀ سره روان شو او مريدان هم ورسره لاړل.
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ به درشم او روغ به يې کړم.“
عيسىٰ لا دا خبرې کولې چې هغۀ ته د عبادتخانې يو مشر راغلو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل چې، ”په دې ساعت مې لور مړه شوه، خو تۀ ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده نو هغه به ژوندۍ شى.“
نو سمدستى يوه ښځه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله، د شا د طرفه راغله او د هغۀ د چُوغې لمن له يې لاس وروړو
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.
چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو.