16 هيڅ څوک هم نوے پيوند په زړه چُوغه نۀ لګوى ځکه چې دا پيوند به چُوغه نوره هم شلوى او نور لوئ سورے به په کښې جوړ شى.
زۀ خپل نېک ته سوال کوم چې د خپل خِدمتګار نه مخکښې لاړ شى او نېکه، زۀ به په مزه مزه د څاروو او د هغوئ د بچو په قدم په تا پسې درځم او په ادوم کښې به درسره مِلاو شم.“
د بدعملو حکومت او اقتدار به پاتې نۀ شى، په هغه زمکه کومه چې صادقانو ته ورکړے شوې ده، ځکه هسې نۀ چې صادقان هم په بد عملونو باندې اخته شى.
هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو چرته جنجيان د وادۀ د زلمى سره په ژړا ناست ليدلى دى څۀ؟ خو يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى.
کله هم څوک نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ځکه چې مشکونه به وشليږى او مے به يې توئ شى او مشکونه به تباه شى، خو نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچولے شى، او دغه شان به دواړه بچ شى.“
هيڅوک هم نوے پيوند په زړه چُوغه باندې نۀ لګوى، او کۀ څوک داسې کوى نو دا پيوند به چُوغه نوره هم وشلوى او نور لوئ سورے به په کښې جوړ شى.
عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال هم وفرمائيلو چې، ”هيڅوک هم د نوې چُوغې نه د دې دپاره ټوټه نۀ شلوى چې زړه پرې پيوند کړى. کۀ چرې هغه داسې وکړى نو هغه به په نوې چُوغې کښې سورے وکړى او دا نوې ټوکړه به د زړې سره هيڅ سمون ونۀ خورى.
ما سره نورې هم ډيرې خبرې دى چې تاسو ته يې وکړم خو تاسو اوس دا نۀ شئ برداشت کولے.
او اوس ايمان، اُميد او مينه درې واړه پاتې کيږى او په دوئ کښې مينه افضله ده.
ځکه چې د دې خِدمت په کولو به نۀ تش د مقدسينو ضرورتونه پوره شى بلکې د ډېرو خلقو له خوا به د خُدائ پاک ډېره شُکر ګزارى وشى.