Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 9:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 او چې کله فريسيانو دا وليدل نو د هغۀ مريدانو ته يې وفرمائيل چې، ”دا ستاسو اُستاذ د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ ته ناست دے؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 9:11
14 Iomraidhean Croise  

او بيا دوئ يو بل ته وائى، ”ما ته مۀ رانزدې کېږه ګنې ما به پليت کړې. زۀ ستا نه زيات مقدس يم.“ داسې خلق زما په سپېږمو کښې د بدبوئ په شان دى، د داسې خراب بوئ په شان چې هيڅکله نۀ ختميږى.


اِبن آدم په خوړلو څښلو ورته راغلو او دوئ وائى چې دۀ ته ګورئ، يو ګيډور او شرابى، د محصولچيانو او بدکارانو ملګرے. خو بيا هم خلقو ته حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“


کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ولې محصولچيان دغه شان نۀ کوى څۀ؟


څۀ وخت چې عيسىٰ د متى په کور کښې د خپلو مريدانو سره روټۍ ته ناست وو نو ډېر محصولچيان او بدکاران راغلۀ او د دوئ سره په دسترخوان کښېناستل.


ځينو فريسيانو، څوک چې د شرعې عالمان وُو چې دا وليدل چې هغه د محصولچيانو او ګناهګارانو په دې ډله کښې روټۍ ته ناست دے، نو د هغۀ مريدانو ته يې ووئيل چې، ”هغه ولې د محصولچيانو او ګناهګارو سره يو ځائ روټۍ خورى؟“


نو خلقو چې دا وليدل نو ټول ځان سره وغورېدل او وې وئيل، ”هغه د يو ګناه ګار سړى کور ته ورغلو چې ورسره مېلمه شى.“


فريسيانو او د هغوئ د فرقې د شرعې عالمانو د عيسىٰ مريدانو ته دا ګيله وکړله چې، ”تاسو د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ خورئ؟“


او داسې يې وئيل چې، ”تۀ د غېر‌يهوديانو کور ته لاړې او هغوئ سره دې روټۍ وخوړه.“


مونږ پېدائشى يهوديان يُو او د غېر‌يهوديانو په شان ګناهګاران نۀ يُو.


او هغه د دې جوګه دے چې د ناپوهه او ګمراهانو سره په نرمۍ سلوک وکړى ځکه چې په هغۀ کښې هم هغه شان کمزورتيا شته دے.


کۀ څوک درته راشى او دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کور ته مۀ پرېږدئ او مۀ ورته هرکلے وايئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan