Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 ”مالِکه، زما يو نوکر په کور کښې شل ګوډ پروت دے او ډېر په تکليف کښې دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:6
12 Iomraidhean Croise  

د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ به درشم او روغ به يې کړم.“


نو ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښې پروت راوړو. د هغوئ ايمان يې چې وليدو نو عيسىٰ هغه شل سړى ته وفرمائيل چې، ”زما زويه، خاطر جمع کړه، ستا ګناهونه معاف شول.“


کله چې هغه فرښته چې دۀ سره يې خبرې وکړې رُخصت شوه، نو کورنيليوس خپل دوه نوکران او يو سپاهى چې دينداره سړے وو راوبلل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګار وو.


د ډېرو نه پيريان په چغو راووتل او ډېر شل او ګوډ روغ جوړ شول.


هلته هغۀ اينياس نومې سړے وليدلو چې د اتو کالو راسې په کټ کښې شل پروت وو.


په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.


اے مالِکانو، د خپلو نوکرانو سره د عدل او اِنصاف سلوک کوئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په آسمان کښې ستاسو هم يو مالِک شته.


خو هغه غلامان چې مالِکان يې ايمانداران وى، هغوئ دې خپل مالِکان د ورورولۍ په سبب سپک نۀ ګڼى، بلکې نور زيات خِدمت دې هم کوى، ځکه څوک چې د دوئ د ښۀ خدمت نه فائده اخلى هغه ايمانداران او د مينې قابل دى. بيا تۀ د دې خبرو تعليم او ډاډ ورکوه چې د هغوئ ښۀ تابعدارى کوى.


خو نور هغه د غلام په شان نه بلکې د غلام نه زيات دے، ځکه چې هغه ما ته يو ګران ورور دے. نو اوس به هغه تا ته د يو انسان او په مالِک کښې د ورور په شان وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan