31 او پيريانو زارى ورته وکړه، ”کۀ چرې تۀ مونږ شړل غواړې نو مونږ د خنزيرانو دغې رمې ته ولېږه.“
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.
نو لږ لرې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېدله.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”لاړ شئ.“ نو هغوئ راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او د خنزيرانو ټوله رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه.
او پيريانو زارى ورته وکړه چې، ”مونږ خنزيرانو ته ولېږه او د ورننوتو اجازت راکړه.“
او په چغو يې ووئيل، ”اے عيسىٰ، د خُدائ تعالىٰ زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ خُدائ ته وګوره چې ما مۀ په عذابوه.“
نو اے آسمانونو او په دې کښې اوسېدونکو خلقو، خوشحالى کوئ. خو اے زمکې او سمندره، په تاسو دې افسوس وى ځکه چې اِبليس ډېر په غصه تاسو ته ښکته راغلو ځکه چې هغه خبر دے چې د هغۀ وخت لنډ دے.“