Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو، طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:26
24 Iomraidhean Croise  

ستا په حُکم د سمندر زورَورى چپې او موجونه قلاريږى، او هم ستا په حُکم د قومونو چغې سورې په قلاريږى.


تۀ په غړمبېدونکو سمندرونو بادشاهى کوې، او تۀ د هغوئ چپې او موجونه آراموې.


هغه چرته دے چا چې خپل طاقت څرګند کړو کله چې موسىٰ خپل لاس اوچت کړو، هغه چرته دے چا چې د هغوئ په وړاندې سمندر تقسيم کړو او خپل ځان يې د همېشه دپاره مشهور کړو؟


هغه سمندر رټى او اوچوى، هغه ټول سيندونه اوچوى. د بسن او د کرمل شينکے اوچوى، او د لبنان ګلونه مړاوى کوى.


آيا تۀ سيندونو ته غصه وې، اے مالِکه خُدايه؟ ولې ستا قهر د نِهرونو خلاف وو؟ ولې تۀ د سمندر خلاف غصه وې کله چې تۀ په خپلو آسونو او د فتحې په جنګى ګاډو سور وې؟


عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ د څۀ په حقله خبرې کوى، نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”اے بې‌ايمانه خلقو، دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟


هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“


خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو له داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا به په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو ته ښکلې جامې در نۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو.


مريدان په دې ننداره ډېر حېران شول او دوئ ووئيل چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى؟“


عيسىٰ هغه ورټلو او وې وفرمائيل چې، ”غلے شه او د دۀ نه راوځه.“ بيا پيرى هغه سړے د خلقو په مينځ کښې په زمکه راوويشتو او بغېر د څۀ نقصانه يې هغه پرېښودو.


خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو.


او د هغې په لاس کښې يو ورکوټے پرانستلے شوے طومار وو. هغې ښۍ پښه په سمندر کښې کېښوده او ګسه پښه يې په زمکه اېښې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan