24 خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو او چپې داسې اوچتېدې چې په کشتۍ راواوړېدې. خو هغه اودۀ وو.
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے يروشلمه، په تا سخت طوفان تېر شو او هيچا هم تسلى درنۀ کړے شوه. زۀ به تا د قيمتى کاڼو نه بيا آباد کړم او ستا بنيادونه به د نيلم کاڼو نه بيا جوړ کړم.
غرونو تۀ وليدلې او ولړزېدل، د اوبو سېلابونه وبهېدل، ژورو اوبو شور جوړ کړو، او خپلې چپې يې اوچتې کړې.
بيا عيسىٰ په کشتۍ کښې سور شو او مريدان هم ورسره سوارۀ شُو.
نو هغوئ ورغلل او هغه يې رابېدار کړو چې، ”مالِکه، مونږ بچ کړه. مونږ ډوبيږو.“
او کله چې هغوئ په کِشتۍ کښې روان وُو، نو هغه اودۀ شو. خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو، او کِشتۍ د اوبو نه په ډکېدو شوه او هغوئ په سخته خطره کښې وُو.
نو ستاسو دپاره دا ښۀ ده چې زۀ هلته نۀ وم نو چې تاسو ايمان راوړئ. خو راځئ چې هغۀ له ورشُو.“