Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 يو د شرعې عالم ورغلو او وې وئيل چې، ”اُستاذه، هر چرته چې تۀ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:19
9 Iomraidhean Croise  

عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.


هم دغه شان تاسو کښې يو کس هم تر هغې زما مريد کېدے نۀ شى ترڅو چې هغۀ خپل ټول مال دولت ته شا کړې نۀ وى.


هغوئ چرته دى چې هوښيار دى؟ عالمان چرته دى؟ د دې زمانې تکړه بحث کوونکى چرته دى؟ ولې خُدائ پاک د دُنيا حِکمت ته بې‌وقوفى نۀ ده وئيلې؟


او کېدے شى چې زۀ تاسو سره پاتې شم او ژمے تاسو سره تير کړم نو چې بيا زۀ چرته ځم نو تاسو به مې هلته رُخصت کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan