18 عيسىٰ چې د ځان نه چاپېره ګڼه وليده نو حکم يې وکړو چې راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.
بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کِشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې ته لاړ شى او د خلقو ګڼه يې خوره کړه.
څۀ وخت چې عيسىٰ د غرۀ نه راکوز شو نو ګڼ خلق ورپسې شُو.
په هغه ورځ ماښام هغۀ مريدانو ته وفرمائيل، ”راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.“
کله چې عيسىٰ بيا د درياب بلې غاړې ته په کشتۍ کښې پورې وتلو، نو يوه لويه ګڼه ترې راچاپيره شوه، او هغه لا د درياب په غاړه وو.
بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې بيتِصيدا ته لاړ شى، نو چې هغه په خپله د خلقو ګڼه رُخصت کړى.
هغۀ دوئ پرېښودل او بيا کِشتۍ ته وختلو او د درياب پورې غاړې ته لاړو.
يوه ورځ عيسىٰ د خپلو مريدانو سره په کشتۍ کښې سور شو او ورته يې وفرمائيل، ”راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.“ نو هغوئ روان شول.
کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.