Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 چې دغه شان د يشعياه نبى په وسيله وئيلے شوې هغه پېشګوئې پوره شى چې، ”هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:17
9 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم په اِسحاق د قربانۍ لرګى يوړل او په خپله يې يوه چاړۀ او بل سکارۀ د اور بلولو دپاره يوړل. چې کله دوئ مزل کولو،


خو بې‌شکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه.


دا هر څۀ ځکه وشول چې مالِک خُدائ د پېغمبر په وسيله څۀ فرمائيلى وُو هغه پوره شى،


او هلته د هيروديس تر مرګه پورې ايسار وو. دا د مالِک خُدائ هغه وينا پوره کول وُو چې هغۀ د نبى په وسيله فرمائيلى وُو چې، ”ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.“


هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“


هغه ماښام د نمر د پرېوتو نه پس هغوئ عيسىٰ له ټول بيماران او پيريانو نيولى خلق راوستل.


د نمر پرېوتو په وخت ټولو خلقو خپل دوستان خپلوان چې په مختلفو بيمارو آخته وُو، هغۀ له راوستل او هغۀ په هر يو باندې خپل لاسونه کېښودل او روغ يې کړل.


په دې وجه زۀ د مسيح د خاطره په کمزورتيا کښې، په بې‌عزتۍ کښې، په سختو کښې، په تکليفونو کښې او په افتونو کښې خوشحاله يم، نو کله چې زۀ کمزورے يم نو بيا هغه وخت هم زورَور يم.


هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan