Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 کله چې ماښام شو نو خلقو عيسىٰ له ډېر داسې کسان راوستل چې پيريانو نيولى وُو او هغۀ د هغوئ نه په يو حکم پيريان وشړل او ټول بيماران يې روغ کړل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:16
17 Iomraidhean Croise  

ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


بيا هغوئ ورته يو ړوند ګونګا سړے راوستو چې پيرى نيولے وو. عيسىٰ هغه روغ کړو، ژبه يې ګويا شوه او په سترګو بينا شو.


هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده، زړۀ يې پرې وسوزېدو او چې په کښې څوک بيماران وُو هغه يې روغ کړل.


نو د هغې لاس ته يې لاس وروړو نو د هغې نه تبه لاړه. هغه پاڅېده او د هغۀ په خِدمت کولو شروع شوه.


د خنزيرانو ساتونکى نزدې ښار ته وتښتېدل او هر چا ته يې هغه ټوله قيصه بيانوله، څۀ چې په پيريانو نيولى سړو تير شوى وُو.


نو ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښې پروت راوړو. د هغوئ ايمان يې چې وليدو نو عيسىٰ هغه شل سړى ته وفرمائيل چې، ”زما زويه، خاطر جمع کړه، ستا ګناهونه معاف شول.“


نو څلورو کسانو يو شل سړے راوچت کړے وو او هغۀ له يې په پوزى کښې راوړو.


ځکه چې عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل، ”اے پيريانو، د دې سړى نه راوځئ.“


کله چې عيسىٰ وليدل چې ګڼ خلق رانزدې کيږى نو هغۀ هغه پيرے ورټلو. هغۀ وفرمائيل، ”اے ګونګا او کُوڼ پيريه، زۀ درته حکم کوم، چې د دۀ نه راوځه او بيا کله هم مۀ ورننوځه.“


کله چې عيسىٰ هغه وليده نو راوې بلله او ورته يې وفرمائيل، ”اے مورې، تۀ د خپل تکليف نه آزاده شوې.“


د نمر پرېوتو په وخت ټولو خلقو خپل دوستان خپلوان چې په مختلفو بيمارو آخته وُو، هغۀ له راوستل او هغۀ په هر يو باندې خپل لاسونه کېښودل او روغ يې کړل.


د ډېرو نه پيريان هم پاڅېدل او دا چغې يې وهلې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ خو هغۀ هغوئ ورټل او د خبرو نه يې منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دے مسيح دے.


هم دغه شان خلقو بيماران په کټونو او درو باندې واچول او بهر کوڅو ته يې راوويستل په دې نيت چې کله پطروس په دې لاره تېريږى چې د هغۀ سورے په هغوئ پرېوځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan