Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 نو د هغې لاس ته يې لاس وروړو نو د هغې نه تبه لاړه. هغه پاڅېده او د هغۀ په خِدمت کولو شروع شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:15
15 Iomraidhean Croise  

يو وخت د يو سړى په جنازه کښې، ډاکوان وليدلے شو او دې خلقو د اليشع په قبر باندې مړے وروغورزولو او وتښتېدل. نو چې څنګه لاش د اليشع د هډوکى سره ولګېدو، نو هغه کس راژوندے شو او ودرېدو.


هغۀ زما شونډو له بَله سکروټه وروړله او وې فرمائيل، ”دا سکروټه ستا د شونډو سره لګېدلې ده، نو په دې وجه ستا قصور ختم شو او ستا ګناهونه معاف شول.“


او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ ته دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغوئ بلکل روغ رمټ شول.


د عيسىٰ زړۀ پرې وسوزېدو او د هغوئ سترګو له يې لاس وروړو نو سمدستى هغوئ بينا شول او په هغۀ پسې روان شول.


عيسىٰ بيا د پطروس کور ته لاړو او وې ليدل چې د پطروس خواښې تبې نيولې وه.


کله چې ماښام شو نو خلقو عيسىٰ له ډېر داسې کسان راوستل چې پيريانو نيولى وُو او هغۀ د هغوئ نه په يو حکم پيريان وشړل او ټول بيماران يې روغ کړل،


عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم چې داسې وکړم.“ بيا يې وفرمائيل چې، ”پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه روغ جوړ شو.


نو سمدستى يوه ښځه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله، د شا د طرفه راغله او د هغۀ د چُوغې لمن له يې لاس وروړو


بيا هغۀ د هغوئ سترګو له لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.“


د عبادتخانې نه په راوتو هغوئ نېغ د شمعون او اندرياس کره لاړل او يعقوب او يوحنا هم ورسره ملګرى وُو.


د عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزېدلو، خپل لاس يې وراوږد کړو، او د هغۀ سره يې ولګولو او ورته يې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“


خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيوله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه زما بچۍ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan