13 بيا عيسىٰ صوبه دار ته وفرمائيل چې، ”اوس خپل کور ته لاړ شه، نو ستا د ايمان په وجه دې داسې وشى.“ نو هم په هغه ساعت د هغۀ نوکر روغ شو.
نو بيا خوشحالۍ سره مے څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اجازت ورکړے دے.
نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.
هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“
بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“
خو عيسىٰ مخ ورواړولو او هغه يې وليده او ورته يې وفرمائيل، ”ډاډه اوسه، زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې.“ او په هم هغه ساعت هغه روغه شوه.
هغۀ هغې ته وفرمائيل، ”تا چې دا ووئيل نو بېغمه کور ته لاړه شه، پيرے ستا د لور نه تلے دے.“
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کور ته لاړ شه، ستا زوئ به ژوندے پاتې شى.“ عيسىٰ چې څۀ وفرمائيل هغه سړى پرې يقين وکړو او کور ته روان شو.