Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 8:10
9 Iomraidhean Croise  

د هغۀ وروڼه په دسترخوان ناست وُو، د هغوئ د عُمر په حِساب سره د مشر نه کشر پورې يوسف ته مخامخ کښېنولے شوى وُو. چې کله هغوئ ته پته ولګېده چې هغوئ څنګه کښېنولے شوى دى، نو دوئ په حېرانتيا سره يو بل ته کتل.


نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.


زۀ تاسو ته دا وايم چې د نمرخاتۀ او د نمرپرېواتۀ نه به ډېر خلق داسې راشى چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره به د آسمان د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې يو ځائ کښېنى،


ځکه چې زۀ پوهېږم چې زۀ په خپله د بل د حکم لاندې يم او سپاهيان زما د حکم لاندې دى. زۀ چې يو ته ووايم چې لاړ شه نو هغه لاړ شى، او چې بل ته ووايم چې دېخوا راشه، نو هغه راشى او چې خپل غلام ته ووايم چې داسې وکړه نو هغه يې هغه شان کوى.“


او هغه د هغوئ په بې‌ايمانۍ حېران شو. نو بيا هغه په ګېرچاپېره کلو کښې ګرځېدو او تعليم يې ورکولو.


کله چې عيسىٰ د هغوئ ايمان وليدو نو وې فرمائيل، ”ګرانه، ستا ګناهونه معاف شول.“


او بيا عيسىٰ هغې ښځې ته وفرمائيل چې، ”تۀ خپل ايمان بچ کړې، په خير لاړه شه.“


کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو د هغۀ ايمان ته حېران شو، نو هغۀ ګڼې ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.“


په سختې حېرانتيا سره هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا ټول ګليليان نۀ دى چې خبرې کوى څۀ؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan