1 څۀ وخت چې عيسىٰ د غرۀ نه راکوز شو نو ګڼ خلق ورپسې شُو.
خو عيسىٰ چې په دې خبر شو نو د هغه ځائ نه لاړو. ډېر خلق په هغۀ پسې روان شول او هغۀ د هغوئ ټول بيماران روغ کړل.
نو ډېر خلق ورله راغلل چې ورسره ګوډيان، ړاندۀ، شليان، ګونګيان، او نور ډېر بيماران وُو. او هغوئ هغه خلق د عيسىٰ پښو ته څملول او هغۀ هغوئ روغ کړل.
ګڼ خلق ورپسې وُو او هغۀ هغوئ هلته روغ کړل.
کله چې هغوئ د يريحو ښار نه وتل نو ډېر خلق ورپسې روان وُو.
ډېر خلق ورپسې روان شول چې د ګليل، د دِکپولس، د يروشلم، د يهوديه او د اُردن د پورې غاړې اوسېدونکى وُو.
ځکه چې هغۀ د هغوئ د شرعې عالمانو په شان نه، خو په پوره اختيار سره يې تعليم ورکولو.
عيسىٰ چې د ځان نه چاپېره ګڼه وليده نو حکم يې وکړو چې راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.
خو بيا يو جذامى وروړاندې شو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ صرف وغواړې نو ما روغولے شې.“
عيسىٰ د خپلو مريدانو سره د درياب غاړې ته لاړو نو لويه ګڼه د ټول ګليل او يهوديه نه ورپسې روانه وه
خو د هغۀ په حقله دا خبرې نورې هم خورې شوې. ډېر خلق د هغۀ اورېدو له راغونډېدل او د خپلو رنځونو نه روغېدل.