8 ځکه هر څوک چې يې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى.
د بادشاه دُعا او د خُدائ پاک د دُعا قبلول او د هغۀ د توبې نه مخکښې د هغه ګناهونو حِساب کِتاب چې هغۀ کړى وُو، هغه بد عملونه چې هغۀ کړى وُو، علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت کومې نښې چې هغۀ جوړې کړې وې او هغه بُتان چې هغۀ يې عبادت کولو، دا هر څۀ د پېغمبرانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسه، نو هغه به پوره کړى ستا د زړۀ ارمانونه.
زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ. خپلې خولې خلاصې کړئ نو زۀ به تاسو له خوراک درکړم.
خو تاسو ته به د ښو غنمو خوراک درکړم، او تا به د صحرا په شاتو باندې موړ کړم.“
وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.
په تاسو کښې داسې څوک شته چې زوئ ترې روټۍ وغواړى او هغه به ورله کاڼے ورکړى؟
ځکه هر څوک يې چې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى.
او عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته رابللے شوى وُو.
مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”پاڅه او هغه کوڅې ته لاړ شه چې ورته نېغه وئيلے شى او د يهوداه په کور کښې د ترسس د يو سړى تپوس وکړه چې نوم يې ساؤل دے، اوس هغه ما ته دُعا کوى.