6 پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.
د تميز نه بغېر يوه ښُکلې ښځه داسې وى لکه د سرو زرو نتکۍ چې د خنزير په پوزه وى.
يو کم عقل ته خبرې مۀ کوه، هغه به ستا د حِکمت خبرې سپکې ګڼى.
لکه څنګه چې يو سپے خپلې اولټيانې دوباره څټى دغه شان کم عقل خپل کم عقلتوب بار بار کوى.
کم عقل ته د هغۀ د کم عقلتوب په مطابق جواب مۀ ورکوه، ګنې تۀ به هم د هغۀ په شان شې.
عيسىٰ په جواب کښې وفرمائيل، ”دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“
په دغه وخت کښې به ډېر تيندک وخورى او د يو بل مُخبرى به کوى او د يو بل سره به کينه کوى.
اے رياکاره، اول د خپلې سترګې نه تير وباسه، نو بيا به ستا سترګې وغړيږى چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼے وباسې.
زۀ څو څو ځله په سفر کښې په مختلفو خطرو کښې لکه د دريابونو، د ډاکوانو، د خپل قوم، د غېريهوديانو، د ښار، د بيابان، د سمندر، د دروغژنو وروڼو او خوېندو په خطرو کښې پاتې شوے يم،
د هغه سپو نه ځان وساتئ، څوک چې بدکاره دى، او تاسو په سنتېدو مجبوروى.
نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بېحرمتى کړى وى، او د فضل د روح بېعزتى يې کړى وى؟
او څوک چې د خُدائ پاک نه واوړى نو دا ناممکنه ده چې څوک هغوئ بيا توبه ويستلو ته راواړوى نو ځکه چې هغوئ په خپله د خُدائ پاک زوئ په دوېم ځل په سولۍ کوى او په خلقو کښې يې شرموى.
او په هغوئ دا متل ثابتيږى چې، ”سپے د خپل قى په طرف راګرځى،“ او ”خنزير د لامبلو نه وروستو بيا په خټو کښې رغړى.“
خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.