3 تاسو د خپل ورور د سترګې خسڼى ته ولې ګوته نيسئ خو په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟
او تۀ څنګه خپل ورور ته دا وئيلے شې چې، راشه چې ستا د سترګې نه دا خسڼے وباسم، خو حال دا چې په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟
اے رياکاره، اول د خپلې سترګې نه تير وباسه، نو بيا به ستا سترګې وغړيږى چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼے وباسې.
فريسى ودرېدو او داسې دُعا يې شروع کړه، اے خُدايه پاکه، ستا شُکر دے چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ خو دوکه مار، نۀ بېايمانه، نۀ زناکار او نۀ لکه د هغه محصولچى په شان يم.
اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ.
اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ.