Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 7:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 او چې باران وشو، سېلاب راغلو، زل زول او طوفان تير شو او د دۀ کور سره يې ډغرې وخوړې، خو دا راپرې نۀ وتو ځکه چې بنيادونه يې د يو سخت ګټ دپاسه وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 7:25
17 Iomraidhean Croise  

هرکله چې طوفان راشى نو بدکاره جارُو کړى، خو صادق به د تل دپاره قائم وى.


هغه به لکه د سپينو زرو د صفا کوونکى او خالص کوونکى په شان کښېنى، هغه به ليويان صفا کړى او د سرو او سپينو زرو په شان به يې چاڼ کړى. بيا به دوئ صادقان شى چې مالِک خُدائ ته به نذرانې پېش کولے شى،


خو زۀ تا ته دا وايم چې تۀ پطروس يې، چې معنىٰ يې ګټ دے، چې زۀ به خپل جماعت په دې ګټ آبادوم، او په دې به مرګ هم هيڅکله غالبېدے نۀ شى.


هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې کوى، هغه به د هغه هوښيار کس په شان وګڼلے شى چا چې خپل کور د يو سخت ګټ دپاسه آباد کړے وى.


خو د هغه چا به بيا څۀ اَنجام وى چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې نۀ کوى؟ د هغۀ مِثال د هغه ناپوهه کس دے چا چې په شګو خپل کور جوړ کړے وو.


باران وورېدو، سېلاب راغلو، زول او طوفان تېر شو او د دغه کور سره يې ډغرې وخوړې او راوې غورزولو او بلکل يې تباه کړو.“


هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“


نو چې بيا د ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړونو کښې واوسيږى، او زما دا دُعا ده چې د خُدائ پاک په مينه کښې ستاسو جرړې مضبوطې شى.


په هغۀ کښې جرړې خورې کړئ او خپل ژوند په هغۀ باندې آباد کړئ، او په ايمان کښې مضبوط شئ څنګه چې تاسو ته تعليم درکړے شوے وو او شُکر ادا کوئ.


بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.


کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے.


او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.


هغوئ زمونږ د قبيلې نه ووتل ځکه چې د هغوئ مونږ سره په رښتيا تعلق نۀ وو، نو کۀ چرې هغوئ زمونږ وے نو هغوئ به مونږ سره تعلق ساتلو. کله چې هغوئ لاړل نو د دې نه دا ثابته شوه چې هغوئ زمونږ نۀ وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan