Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 7:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې کوى، هغه به د هغه هوښيار کس په شان وګڼلے شى چا چې خپل کور د يو سخت ګټ دپاسه آباد کړے وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 7:24
41 Iomraidhean Croise  

او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“


د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده، هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے، د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.


ستا د کلام تعليم نُور ورکوى او جاهلانو خلقو ته پوهه ورکوى


زۀ د خپلو ټولو اُستاذانو نه ډېر هوښيار يمه نو ځکه زۀ ستا په شريعت غور کومه


هرکله چې طوفان راشى نو بدکاره جارُو کړى، خو صادق به د تل دپاره قائم وى.


هوښياران په نصيحت خوشحاليږى، خو بې‌وقوفه کړتن به تباه شى.


بدعمله خلق مړۀ شى او فنا شى، خو د صادقانو خاندان کلک ولاړ وى.


د هوښيار حِکمت دا دے چې خپلو لارو ته سوچ وکړى، خو د کم عقل کم عقلتوب هغه بې‌لارې کوى.


ځکه هر هغه څوک چې زما د آسمانى پلار رضا کوى، هغه زما ورور، خور او مور ده.“


خو زۀ تا ته دا وايم چې تۀ پطروس يې، چې معنىٰ يې ګټ دے، چې زۀ به خپل جماعت په دې ګټ آبادوم، او په دې به مرګ هم هيڅکله غالبېدے نۀ شى.


نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى.


پينځۀ کم عقلې وې او پينځۀ هوښيارې.


خو هغه هوښيارو د ځان سره د تېلو کوپۍ هم واخستلې.


هغوئ ورته ووئيل چې مونږ سره دومره تېل نشته چې د ټولو کار پرې وشى، ښۀ به دا وى چې تاسو دوکان ته لاړې شئ او ځان له تېل واخلئ.


او چې باران وشو، سېلاب راغلو، زل زول او طوفان تير شو او د دۀ کور سره يې ډغرې وخوړې، خو دا راپرې نۀ وتو ځکه چې بنيادونه يې د يو سخت ګټ دپاسه وُو.


خو د هغه چا به بيا څۀ اَنجام وى چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې نۀ کوى؟ د هغۀ مِثال د هغه ناپوهه کس دے چا چې په شګو خپل کور جوړ کړے وو.


نو هغۀ جواب ورکړو، ”نه، بختور هغه دى څوک چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“


اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.


کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ.


کۀ چرې تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښې اوسېږئ لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حُکمونو عمل کړے دے او د هغۀ په مينه کښې اوسېږم.


تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.


ځکه چې نۀ صرف د شريعت په اورېدو بلکې په هغې د عمل کولو په وسيله سړے د خُدائ پاک په نظر کښې صادق کيږى.


کۀ مونږ د هغۀ په حکمونو عمل کوُو نو دا د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ هغه پېژنو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan