20 ځکه زۀ وايم چې تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ.
يا خو ونه او د هغې مېوه ښۀ وګڼئ او يا ونه او د هغې مېوه بده وګڼئ، ځکه چې تاسو ونه د هغې په مېوه پېژندلے شئ.
تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ. ولې د ازغو جاړو بوټو نه څوک انګور، يا د جاخو نه څوک اينځر راشوکولے شى څۀ؟
ځکه چې هره ونه په خپلې مېوې پېژندلے کيږى. تۀ د ازغو بوټو نه اينځر نۀ شې راټولولے او نۀ د جاړو بوټو نه انګور راشوکولے شى.
نو زۀ په دې مسئله کښې تاسو ته نصيحت کوم چې په دې خلقو غم غرض مۀ ساتئ او پرېږدئ چې لاړ شى. ځکه کۀ چرې دا منصوبه يا کار د انسانانو د خوا نه وى نو دا به په خپله ناکاميابه شى.
اے زما وروڼو او خوېندو، ولې د اينځر په ونه کښې زيتون، يا په انګور کښې اينځر پېدا کېدے شى څۀ؟ هم دغه شان د ترخې چينې نه خوږې اوبۀ نۀ شى راوتلے.