16 تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ. ولې د ازغو جاړو بوټو نه څوک انګور، يا د جاخو نه څوک اينځر راشوکولے شى څۀ؟
ماشومان هم په خپل کردار پېژندلے شى، دا چې ولې د دوئ کردار پاک او ښۀ دے او کۀ نه.
يا خو ونه او د هغې مېوه ښۀ وګڼئ او يا ونه او د هغې مېوه بده وګڼئ، ځکه چې تاسو ونه د هغې په مېوه پېژندلے شئ.
ځکه زۀ وايم چې تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ.
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى،
خو څۀ خلق به وائى چې، ”تۀ ايماندار يې او زۀ نېک کارونه کوم.“ تۀ خپل ايمان بغېر د نېک کارونو نه ما ته وښايه او زۀ به خپل ايمان درته په نېک کار کولو وښايم.
اے زما وروڼو او خوېندو، ولې د اينځر په ونه کښې زيتون، يا په انګور کښې اينځر پېدا کېدے شى څۀ؟ هم دغه شان د ترخې چينې نه خوږې اوبۀ نۀ شى راوتلے.
لکه د مشرانو د خولو خبره ده، ”د بدعملو هر کار بد وى.“ خو زۀ به تا ته نقصان نۀ رسوم.