12 د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ، دا د شريعت او د ټولو نبيانو د تعليم مجموعه ده.
خو کۀ يو بدعمله کس د خپلو ټولو ګناهونو نه مخ واړوى کوم چې هغۀ کړى دى او زما په ټول قانون عمل وکړى او هغه کارونه کوى څۀ چې د اِنصاف او صحيح وى، نو په يقين سره به هغه ژوندے پاتې شى، هغه به مړ نۀ شى.
د هيچا نه بدل مۀ اخلئ يا د چا سره په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.
”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
دا خيال مۀ کوئ چې ګنې زۀ د دې دپاره راغلے يم چې شريعت او د نبيانو کتابونه منسوخ کړم. زۀ د هغوئ منسوخ کولو له نۀ يم راغلے بلکې پوره کولو له راغلے يم.
د نورو سره داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره غواړئ.
خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.
کۀ په حقيقت کښې تاسو په هغه شاهى شريعت عمل وکړئ چې په کِتاب مقدس کښې دے چې فرمائى چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه کوئ،“ نو تاسو ښۀ کوئ.