7 او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بېدينه قومونو په شان د بېمطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى.
خو ډېر خوبونه او ډيرې خبرې بېمعنې دى، په ځائ د دې د خُدائ پاک نه وويرېږئ.
کۀ هغه د هغوئ هم وانۀ ورى نو دا خبره جماعت ته وړاندې کړئ او کۀ چرې هغه د جماعت خبره هم ونۀ منى نو بيا د هغۀ سره داسې سلوک وکړئ لکه چې د يو غېر يهودى، يا محصولچى سره کولے شى.
هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“
هغه په دوېم ځل لاړو او دُعا يې وغوښته چې، ”اے زما پلاره، کۀ چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغېر اخوا کېدے نۀ شى، نو ستا رضا دې وشى.“
بيا هغۀ هغوئ پرېښودل او لاړو او په درېم ځل يې دُعا وغوښتله او هغه مخکښېنۍ خبرې يې بيا وکړلې.
په دې ټولو څيزونو پسې بېدينه زغلى، خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.
خو کله چې هغوئ وپېژندو چې هغه يهودى دے نو تقريباً تر دوو ګينټو هغوئ ټولو يوه چغه ويستله چې، ”د اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده.“