32 په دې ټولو څيزونو پسې بېدينه زغلى، خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.
هغۀ ګېرچاپېره وکتل او يوه روټۍ يې وليده چې په ګرمو سکارو باندې پخه شوې وه او خپل سر سره نزدې يې د اوبو يو منګے وليدو. هغۀ خوراک څښاک وکړو او بيا څملاستو.
څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.
اے مالِکه خُدايه، د خپل لاس په طاقت دې تباه کړه هغه خلق، څوک چې په دې دُنيا لټوى خپل اجرونه. خو په خېټه ماړۀ کړه خپل غوره شوى بنيادمان، د دوئ اولاد سره دې وى ډېر مالونه، په ميراث کښې دې پاتې شى ورته مال او دولتونه.
ولې تۀ د خپل ځان دپاره د دې نه نور هم زيات د خاص سلوک اُميد کوې څۀ؟ داسې مۀ کوه. زۀ به لوئ افت په دې خلقو نازل کړم. خو تۀ چرته هم ځې نو زۀ به تا ته ستا ژوندون درکړم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
د هغوئ پېښې مۀ کوئ، ستاسو آسمانى پلار ستاسو د غوښتو نه وړاندې ستاسو په حاجتونو خبر دے.
ځکه چې د دُنيا نور قومونه په دې څيزونو پسې په منډه دى خو ستاسو پلار د مخکښې نه ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.
نو زۀ تاسو ته په مالِک کښې په سختۍ سره دا خبره کوم چې تاسو نور د غېريهوديانو په شان مۀ اوسېږئ، لکه څنګه چې هغوئ په خپلو باطلو خيالاتو کښې اوسى.
او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.
نۀ د شهوت په جوش سره، او نۀ لکه د هغه بېدينو په شان څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى.