3 خو تاسو چې کله هم خېرات کوئ نو په داسې يې کوئ چې ګس لاس مو په دې خبر نۀ شى چې ستاسو ښے لاس څۀ کوى.
هغه به نۀ جنګ کوى، نۀ شور، او نۀ به په کوڅو کښې د هغۀ آواز اورېدے شى.
هرکله چې تاسو څۀ خېرات کوئ نو په بيګل يې مۀ ډنډوره کوئ، لکه څنګه چې يې رياکاران په عبادتخانو او کوڅو کښې کوى چې خلق يې صِفت وکړى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته اجر پوره مِلاو شوے دے.
ستاسو خېرات دې ضرور په پړده کښې وى نو ستاسو آسمانى پلار چې دا هر څۀ وينى چې تاسو يې په پړده کښې کوئ، هغه به د دې بدل درکړى.
بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“
نو د هغوئ سترګې بينا شوې. عيسىٰ په سخته هغوئ ته وفرمائيل، ”ګورئ چې څوک درنه په دې کار خبر نۀ شى.“
”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. لاړ شه، خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“
ځکه څوک چې غواړى چې مشهور شى نو هغه پټ کارونه نۀ کوى. کۀ چرې تۀ دا کارونه کوې نو دُنيا ته ځان څرګند کړه.“