Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 6:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 خو کۀ سترګې دې خرابې وى نو ستا ټول بدن به په توره تيارۀ کښې وى. او کۀ چرې کومه رڼا چې په تا کښې ده، کۀ هغه هم تيارۀ ده نو بيا دا څومره لوئ تورتم دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 6:23
22 Iomraidhean Croise  

تاسو داسې سړے ليدلے دے چې هغۀ ته خپل ځان هوښيار ښکارى؟ خو د دۀ نه زيات اُميد د يو کم عقل دپاره وى.


د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“


دا زما اختيار نۀ دے څۀ چې زۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دې راته په بد نظر ګورې چې زۀ سخى يم؟


سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى.


حرص، بدى، ټګى، بې‌شرمى، کينه، غېبت، مغرورتيا او بې‌وقوفى.


ستا سترګې ستا د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى، نو ستا ټول بدن به د رڼا نه ډک وى. خو کۀ ستا سترګې خرابې وى، نو ستا په ټول بدن کښې به تورتم وى.


نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو ته دا موقع درکړے شوې ده چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو زۀ د نورو دپاره په مِثالونو کښې تعليم ورکوم، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“


هغوئ د هوښيارتيا دعوىٰ کوله خو هغوئ بې‌عقله وُو.


خو څوک چې روحانى نۀ وى نو هغوئ د خُدائ پاک د روح خبرې نۀ منى ځکه چې دا د هغوئ په نزد بې‌وقوفى ده، او هغوئ په هغې نۀ شى پوهېدے ځکه چې هغوئ تش د روحُ القُدس په وسيله پوهېدے شى.


هغوئ د خپلو سوچونو په تيارو کښې ډوب شوى دى او کوم ژوند چې خُدائ پاک ورکوى نو د جاهليت او د هغوئ د زړونو د سختوالى په وجه هغوئ د هغې نه لرې شوى دى.


ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ.


خو هر څوک چې د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى، هغه په تيارۀ کښې ګرځى بلکې په تيارۀ کښې ژوند تېروى او هغه نۀ پوهيږى چې چرته روان دے ځکه چې تيارې د هغۀ سترګې ړندې کړې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan