21 ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.
د هر څۀ نه اول د خپل زړۀ خيال ساته، ځکه چې دا د ژوند د هدايت سرچينه ده.
په هغه ورځ به هغه ستاسو مضبوط بنياد وى، هغه به تاسو له لوئ خلاصون، پوهه او حِکمت درکوى. د مالِک خُدائ يره به ستاسو خزانه وى.
خو ستاسو سترګې او زړۀ صرف د ناروا پېسو ګټلو طرف ته متوجه شوى دى، د بېګناه خلقو وينه توئيوئ او دلته په هغوئ باندې ظلم او زياتے کوئ.“
اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟
اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.
سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى.
ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.
په دې خِدمت کښې نۀ ستا برخه شته نۀ حِصه ځکه چې ستا زړۀ د خُدائ پاک په نزد صحيح نۀ دے.
نو ځکه مونږ په ليدلو څيزونو نه، بلکې په ناليدلو څيزونو نظر ساتو، ځکه څۀ چې ښکارى هغه فانى دى خو څۀ چې نۀ ښکارى هغه ابدى دى.
زۀ پولوس درته په خپل لاس دا ليکم چې زۀ به يې په خپله درته واپس کړم، او دې وئيلو ته ضرورت نشته چې زما په تا کوم قرض دے نو هغه هم تۀ په خپله يې.
زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.
نو وروڼو او خوېندو، خبردار شئ، په تاسو کښې دې د چا داسې بد او بېايمانه زړۀ نۀ وى چې د ژوندى خُدائ پاک نه واوړى.