20 خو خپل ځان له خزانې په آسمان کښې جمع کوئ چرته چې نۀ وينۀ شته او نۀ زنګ چې دا خرابې کړى، چرته چې نۀ غل کنډر کوى او نۀ يې پټوى.
په هغه ورځ به هغه ستاسو مضبوط بنياد وى، هغه به تاسو له لوئ خلاصون، پوهه او حِکمت درکوى. د مالِک خُدائ يره به ستاسو خزانه وى.
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ کامِل کېدل غواړې نو لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ آسمانى خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“
په زمکه ځان له خزانې مۀ جمع کوئ چرته چې هغه وينۀ وهى او زنګ کيږى او غلۀ ورپسې کنډر کوى او پټوى يې.
بيا عيسىٰ هغۀ ته وکتل، په هغۀ يې مينه راغله او ورته يې فرمائيل چې، ”په تا کښې د يو څيز کمے دے، لاړ شه خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“
خپل مال حال خرڅ کړئ او حاجتمندو ته يې ورکړئ او د ځان دپاره داسې بټوې تيارې کړئ چې هيڅکله نۀ زړيږى او خپل ځان له په آسمان کښې داسې خزانې جوړې کړئ چې هيڅکله نۀ ختميږى، چرته چې نۀ غل شته او نۀ وينۀ.
د دې په اورېدو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په تا کښې اوس هم د يو څيز کمے دے. لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او ما پسې شه.“
او څوک چې د دې موجوده زمانې دولتمند دى هغوئ ته حُکم ورکړه چې مغرور کيږى دې نه، او نۀ دې په نا اعتباره مال څۀ اُميد کوى، بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.
نو دغه شان به هغوئ ځان دپاره يوه داسې خزانه رايوځائ کړى چې په راروان وخت کښې به د هغوئ دپاره يو مضبوط بنياد وى او په هغې به هغوئ رښتينے ژوندون تر لاسه کړى.
د قېديانو سره تاسو همدردى وکړه، او تاسو د خپل مال لوټ کېدل په خوشحالۍ سره منظور کړل، ځکه چې تاسو په دې پوهه وئ چې تاسو سره يو بهتر او د تل ميراث دے.
هغۀ د مسيح دپاره بد سلوک زغمل د مِصر د خزانو نه لوئ دولت وګڼلو ځکه چې د هغۀ نظر په لوئ اجر حاصلولو وو.
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
او چې يو نۀ فنا کېدونکے، بېداغه او لازواله ميراث حاصل کړُو، چې ستاسو دپاره په آسمان کښې ساتلے شوے دے،
او کله چې مشر شپونکے څرګند شى نو تاسو له به د جلال تاج درکړے شى چې کله به هم نۀ مړاوے کيږى.
ما ته ستا د تنګسيا او غربت پته ده، خو بيا هم تۀ مالدار يې، زۀ د هغه خلقو د کُفر وئيلو نه هم خبر يم چې ځان ته يهوديان وائى خو دى نۀ. دا د شېطان جماعت دے.