17 خو هر کله چې روژه نيسئ نو خپل سر غوړوئ او مخ وينځئ،
داؤد د زمکې نه پاڅېدو، وې لامبل، تېل يې ولګول او جامې يې بدلې کړې. بيا هغه لاړو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې عبادت وکړو. کله چې هغه محل ته راواپس شو، هغۀ روټۍ راوغوښته. هغوئ روټۍ ورته کېښوده او هغۀ وخوړه.
نو هغۀ يوه هوښياره ښځه راوغوښتله چې په تقوع کښې اوسېده. کله چې هغه راورسېده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”داسې ښکاره کړه چې تۀ په غم غمژنه يې، د غم جامې واغونده او تېل مۀ لګوه. داسې کار کوه لکه چې يوه ښځه د ډېر وخت نه په غم غمژنه وى.
هر وخت سپينې جامې اغونده او تېل لګوه.
نو ولامبه، عطر ولګوه، او د ټولو نه ښې جامې واچوه. او بيا لاندې درمند ته لاړه شه، خو چې هغۀ ته دا پته ونۀ لګى چې تۀ هلته يې تر هغې پورې چې هغۀ خوراک څښاک ختم کړے نۀ وى.