6 بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى.
هغه تږو له تنده ماتوى او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.
څوک چې د هغۀ نه يريږى د هغوئ ټولو ارمانونه پوره کوى، او هغه د دوئ ژړا اورى او خلاصون ورکوى.
ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.
ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،
بختور دى هغوئ څوک چې تا په خپله غوره کړى دى، چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى. مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې.
روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.
د کوم شى نه چې بدکاره يريږى نو هم هغه به يې راګېر کړى، خو صادق چې د کوم شى خواهش وکړى هغه به ورله ورکړے شى.
څوک چې صداقت او شفقت پسې ګرځى، هغه به ژوندون، آبادى او عزت پېدا کړى.
زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې داخل شوے يمه. زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه. ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه، او زۀ خپل پئ او مے څښمه. اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه. او د مينې نه مست شئينه.
د صيون په غرۀ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د دُنيا د ټولو قومونو دپاره يوه مېلمستيا وکړى، دا مېلمستيا به د ښې غوښې او د انګورو د ښو ميو وى.
کله چې غريبانان او ضرورتمند اوبۀ لټوى، خو مومى يې نه، او د هغوئ مرۍ د تندې نه اوچې شى، نو بيا به زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ سوال قبول کړم، زۀ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به هغوئ هيڅکله پرې نۀ ږدم.
زۀ به تږى مُلک له اوبۀ ورکړم او په اوچه زمکه به نِهرونه روان کړم. زۀ به ستاسو په بچو خپل روح نازل کړم او ستاسو په اولاد به خپل برکتونه نازل کړم.
نو ځکه مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زما خادِمان به خوراک کوى خو تاسو به اوږى يئ. زما خادِمان به څښل کوى خو تاسو به تږى يئ. زما خادِمان به خوشحالى کوى خو تاسو به غمژن او په شرم پټ يئ.
اوس به تاسو د هغې تسلۍ ورکولو والا سينې نه ښۀ په مړه ګېډه پئ وڅښئ، تاسو به د هغې ښائسته ډېرو پيو نه ښۀ خوند واخلئ.“
زۀ به ستړو ستومانو ته طاقت ورکړم او مړاوى شوى به تازه کړم.
اوږى يې په ښۀ څيزونو ماړۀ کړى دى او مالدار يې تش لاس شړلى دى.
تاسو بختور يئ چې اوږى يئ، ستاسو لوږه به په مړېدو بدله شى. تاسو بختور يئ چې اوس ژاړئ، ستاسو ژړا به په خندا بدله شى.
په تاسو افسوس چې اوس ماړۀ يئ ځکه چې تاسو به اوږى شئ. په تاسو افسوس چې اوس خاندئ، ځکه چې تاسو به په غم آخته شئ او ژاړئ به.
خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
د اختر په آخرى او د ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودرېدلو او په اوچت آواز يې وفرمائيل، ”کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى.
هغوئ به بيا هيڅکله نۀ اوږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى او نۀ به تېزه ګرمى تکليف وررسوى.