5 بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى.
مالِک خُدائ د عاجزانو ساتنه کوى، خو شريران زمکې ته راغورزوى.
ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره خوشحاليږى، او هغه عاجزانو ته د خلاصون تاج ورپه سروى.
غريبانان به ماړۀ او مطمئن شى، د مالِک خُدائ ټول لټوونکى به ثناء خوان شى د هغوئ زړونه دې د تل دپاره خوشحاله وى.
هغوئ به خپل ژوند په خير تېروى، د هغۀ اولاد ته به زمکه په ميراث کښې ورکوى.
هغه عاجزان په سمه لار روانوى، او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى.
د زمکې وارثان به جوړ شى عاجزان، په خوشحالۍ سره به اوسيږى په امان.
مالِک خُدائ چې چا ته برکت ورکړى دوئ به د زمکې وارثان شى، خو په چا چې لعنت وکړى د دُنيا نه به فنا شى.
خو نېکانو ته به زمکه په ميراث کښې ورکړى، او صادقان به تر ابده په کښې سکونت کړى.
او په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ او د هغۀ د حُکمونو اِطاعت کوئ، هغه به تا اوچت کړى چې زمکه درله درکړى. او تۀ به وګورې چې بدعمله تباه کړى.
ځکه چې تباه به شى بدکاران، څوک چې په مالِک خُدائ لرى ايمان، دوئ به شى ضرور د زمکې وارثان.
مظلومان چې دا ووينى نو ډېر به خوشحاله شى، څوک چې د خُدائ پاک لټون کوى نو هغوئ به هم ډاډه شى.
هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بېاسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.
عاجزان به بيا د مالِک خُدائ ورکړے شوې خوشحالۍ نه په جامو کښې نۀ ځائيږى، او غريبانان به د بنى اِسرائيل د مقدس ذات خوشحالى کوى.
ستا د قوم ټول خلق به صادقان وى، او هغه مُلک به د همېشه دپاره د هغوئ په قبضه کښې وى. ما هغوئ په خپلو لاسونو لکه د ونو په شان کَرلى دى، ترڅو خپله لوئى او جلال ټولو ته ښکاره کړم.
د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.
مالِک خُدائ ولټوئ، اے د زمکې ټولو عاجزانو خلقو، تاسو چې څوک د هغۀ په احکامو عمل کوئ، صداقت ولټوئ، عاجزى ولټوئ. شايد چې تاسو د مالِک خُدائ د قهر په ورځ پټ کړے شئ.
موسىٰ يو ډېر عاجز سړے وو، هغه د زمکې په مخ د ټولو خلقو نه زيات عاجز وو.
زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ.
”صيون لور ته ووايئ چې ګوره، ستا بادشاه درروان دے، څوک چې حليم دے، په خرۀ سور، په کوچاڼے يعنې په کوچى باندې.“
خُدائ پاک د اِبراهيم او د هغۀ اولاد سره د دُنيا د وارث کېدو لوظ په شريعت د عمل کولو په وسيله ونۀ کړو بلکې د صداقت په بنياد يې وکړو چې په ايمان حاصليږى.
نرمى او پرهيزګارى ده. يو شريعت هم د داسې کارونو خلاف نۀ دے.
په پوره عاجزۍ، نرمۍ، صبر او په مينې سره يو بل زغمئ.
نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ.
خو اے د خُدائ پاک بنده، تۀ د دې ټولو خبرو نه ځان وساته او د صداقت، ديندارۍ، ايمان، مينې، صبر او په نرم طبيعت پسې کوشش کوه.
او هغوئ دې مخالفت کوونکى په نرمۍ سره سم کړى ځکه چې کېدے شى چې خُدائ پاک هغوئ ته د توبې کولو توفيق ورکړى نو چې هغوئ حق وپېژنى.
د چا بد دې نۀ وائى، بحث مباحثه دې نۀ کوى بلکې نرم مزاج دې وى، او د هر چا سره دې ډېر په ادب خبرې کوى.
نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى.
په تاسو کښې څوک هوښيار او پوهه شته دے؟ هغه دې په خپلو کارونو د نېک چال چلن په وسيله او هغه عاجزۍ سره دې دا خبره ثابته کړى، چې د حِکمت نه پېدا کيږى.
بلکې په خپلو زړونو کښې مسيح مقدس مالِک وګڼئ، او هغوئ ته د جواب ورکولو دپاره همېشه تيار اوسئ څوک چې ستاسو نه ستاسو د اُميد د وجې تپوس وکړى.
بلکې ستاسو غېر فانى ډول سنګار دې په هغه باطنى انسانيت کښې په حليمۍ او په سکون کښې وى چې د خُدائ پاک په نزد ډېر قيمتى دے.