42 چې څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه او د داسې سړى نه مخ مۀ اړوه څوک چې درنه قرض غواړى.
قرض اخلى او هيڅکله يې نۀ واپس کوى بدکاران، خو ورکوى خير خېرات په سخاوت سره صادقان.
څوک چې د غريب مدد کوى هغه مالِک خُدائ سره ښېګړه کوى او څۀ چې هغه کوى نو هغه به يې اجر ورکړى.
ټوله ورځ دے د نورو خواهش کوى، خو نېکان تل په سخاوت کښې لګيا وى.
د سحر په وخت خپل تخم کره او تر ماښامه پورې په کار کښې بوخت اوسه، ځکه چې تا ته څۀ پته ده چې په کوم کار کښې کاميابې ده، په دې کښې، په هغې کښې او يا په دواړو کښې يو شان.
بادشاه سلامت، په دې وجه دې زما نصيحت تا ته د منلو وى، د خپلو ګناهونو اعتراف وکړه او هغه په ښو کولو سره پرېږده، او په مظلومانو رحم وکړه او شرارت پرېږده. نو کېدے شى چې په دې کښې به ستا د بادشاهۍ خير قائم پاتې شى.“
کۀ چرې يو اختيار لرونکے تا يو ميل په بيګار بوځى نو تۀ ورسره دوه ميله لاړ شه.
خو څۀ چې ستاسو په لوښو کښې دى هغه خېراتى ورکړئ. نو بيا به تاسو دننه او بهر مکمل پاک شئ.
د دې په ځائ، ”کۀ ستا دشمنان اوږى وى نو هغوئ له روټۍ ورکړه او کۀ هغوئ تږى وى نو هغوئ ته اوبۀ ورکړه، ځکه چې ستا په داسې کولو به يې په سرونو اور بل شى.“
او نېکى کول او سخاوت مۀ هېروئ ځکه چې خُدائ پاک په داسې قربانو خوشحاليږى.
ځکه چې خُدائ پاک بېاِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.
د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.