41 کۀ چرې يو اختيار لرونکے تا يو ميل په بيګار بوځى نو تۀ ورسره دوه ميله لاړ شه.
کله چې دوئ په لاره روان وُو نو شمعون نومې کرينى سړے يې په نظر شو او هغه يې په زور په بيګار راونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى.
کۀ چرې يو سړے ستا په قميص دعوىٰ وکړى نو تۀ خپل کوټ هم ورله ورکړه.
چې څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه او د داسې سړى نه مخ مۀ اړوه څوک چې درنه قرض غواړى.
د سکندر او د روفوس پلار شمعون څوک چې د کرينى اوسېدونکے وو هغه د کلى نه په هغه لاره راروان وو نو هغوئ هغه په بيګار ونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى.
چې هغوئ عيسىٰ په سولۍ کولو له بوتلو نو شمعون کرينى نومې سړے يې راونيولو چې د کلى نه راتلو، سولۍ يې هغۀ ته په اوږه کړه او هغه يې عيسىٰ پسې روان کړو.
ځکه چې د مسيح مينه مونږ په دې مجبوروى، چې مونږ په دې پوهه شُو چې هغه يو د ټولو دپاره مړ شو نو مطلب يې دا شو چې ټول مړۀ شول.