Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 5:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 هغوئ ته وئيلے شوى وُو، کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى نو ضرور دې هغې له طلاق نامه ورکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 5:31
6 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟


”زۀ طلاق نه نفرت کوم،“ د بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ فرمائى، ”او زۀ د هغه سړى نه نفرت کوم چا چې د ظلم جامې اغوستې وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”نو د خپل زړۀ خيال ساتئ، او ټګى مۀ کوئ.“


نو ځينې فريسيان راغلل او د آزمېښت په طور يې ترې دا تپوس وکړو، ”ولې يو سړى ته دا روا دى چې په هره وجه چې وى خپله ښځه طلاقه کړى؟“


هغوئ دا اِعتراض وکړو چې، ”بيا موسىٰ ولې په شريعت کښې خاوند ته دا اجازت ورکړے دے چې طلاق نامه دې وليکى او ښځه دې پرېږدى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan