Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 5:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 کۀ چرې ستا ښۍ سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې وغورزوه. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نه چې ستا ټول وجود دوزخ ته وغورزولے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 5:29
22 Iomraidhean Croise  

او د خوږ څيز په شان يې په خولۀ کښې د ډېر وخت پورې ساتى،


د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې وجود وژنى خو روح نۀ شى وژلے، خو د هغه چا نه يرېږئ څوک چې روح او بدن دواړه په دوزخ کښې بربادولے شى.


او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“


کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده ورکړه؟ او د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟


خو هرکله چې مونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، د درياب په اوبو کښې کُنډه واچوه او کوم کب چې تۀ اول ونيسې، د هغۀ خولۀ کولاو کړه، نو تۀ به په کښې يوه د سپينو زرو سيکه ومومې. هغه يوسه او ور يې کړه، دا به زما او ستا دواړو محصُول پوره کړى.“


ځينې داسې خلق دى چې د مور د ګېډې نه يا خو خصى پېدا دى او يا بنى آدمو خصى کړى دى، خو ځينې داسې دى چې هغوئ خپل ځانونه د آسمان د بادشاهۍ دپاره خصى کوى. څوک يې چې منلے شى هغه دې ومنى.“


اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، ځکه چې تاسو په زمکه او سمندر سفر کوئ د دې دپاره چې يو کس خپل دين ته راواړوئ او کله چې هغه راواړوئ نو تاسو هغه د خپل ځان نه دوه چنده دوزخى جوړ کړئ لکه څنګه چې تاسو يئ.


اے مارانو او د مارانو بچو، تاسو به د دوزخ د سزا نه څنګه خلاص شئ؟


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.


او کۀ چرې ستا ښے لاس د ګناه سبب شى نو پرې يې کړه او وې غورزوه. ستا دپاره دا بهتره ده چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نۀ دا چې ستا ټول وجود دوزخ ته لاړ شى.


کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده حاصلوى؟


خو زۀ به تاسو خبردار کړم چې د چا نه يره په کار ده. د هغه چا نه يرېږئ څوک چې د وژلو نه پس دوزخ ته د اچولو طاقت هم لرى. آو، زۀ تاسو ته وايم چې د هم هغۀ نه يره کوئ.


مونږ په دې پوهه يُو چې زمونږ زوړ انسانيت د مسيح سره په سولۍ کړے شو نو په مونږ کښې د ګناه اثر ختم شو او نور د ګناه په قبضه کښې نۀ يُو او د دې دپاره چې مونږ نور د ګناه غلامان نۀ شُو.


ځکه کۀ چرې تاسو د ګناه د فطرت په مطابق ژوند تېر کړئ نو تاسو به مړۀ شئ، خو کۀ چرې د روح په وسيله تاسو د وجود خواهشات مړۀ کړئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.


بلکې زۀ په خپل بدن تکليف تېروم او خپل غلام يې جوړوم، هسې نه چې زۀ نورو ته زيرے ورکوم او په خپله ترې محرومه شم.


او څوک چې د عيسىٰ مسيح دى نو هغوئ د خپل د ګناه د فطرت ټول شوقونه او خواهشونه په سولۍ کړى دى.


نو هم په دې وجه هر هغه خواهش مړ کړئ کوم چې ستاسو دُنياوى فطرت سره تعلق ساتى لکه زناکارى، پليتى، شهوت پرستى، بد خواهشات او حرص چې بُت پرستى ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan