27 تاسو اورېدلى وُو چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، زنا مۀ کوئ.
زنا مۀ کوئ.
خو کۀ يو سړے زنا کوى نو هغه بېحده کم عقل دے، ځکه چې هغه خپل ځان تباه کوى.
د بل سړى د ښځې سره مۀ څملئ، د هغې په وجه به تاسو ناپاک شئ.
کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره زنا وکړى نو دوئ دواړه به وژلے شى.
تاسو اورېدلى دى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، قتل مۀ کوئ. هغه څوک چې قتل وکړى هغۀ ته به ضرور په عدالت کښې سزا ورکولے شى.
بيا به تاسو دا اورېدلى وى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، خپل قسم مۀ ماتوئ خو خپل قسم د مالِک خُدائ دپاره ضرور پوره کوئ.
تاسو خبر يئ چې دا وئيلے شوى وُو چې، د سترګې په بدل کښې سترګه او د غاښ په بدل کښې غاښ.
تاسو خبر يئ چې وئيلے شوى وُو چې، د خپل ګاونډى سره مينه ساتئ او د خپل دشمن نه کرکه.