26 زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ ترڅو چې مو خپله جرمانه پېسه پېسه ادا کړې نۀ وى.
ولې دوه چڼچڼې په يوه پېسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو د پلار د رضا نه بغېر يوه هم په زمکه نۀ راپرېوځى.
د هغۀ مالِک ډېر غصه شو او دے يې د قېدخانې مشر ته حواله کړو ترڅو چې يې ټول قرض واپس کړے نۀ وى.
بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.
نو بيا به هغوئ ابدى عذاب ته ولېږلے شى، خو صادقان به د تل ژوندون حاصل کړى.“
بيا يوه غريبه کونډه راغله او هغې د تانبې دوه سيکې په کښې واچولې چې دواړه د يوې پېسې برابرې وې.
کله چې تاسو د خپل مخالف سره عدالت ته په لار روان يئ نو دا کوشش کوئ چې په لاره کښې د هغۀ سره روغه جوړه وکړئ. ګنې هغه به تاسو قاضى ته پېش کړى او قاضى به تاسو سپاهى ته حواله کړى او سپاهى به مو جيل کښې واچوى.
زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ ترڅو چې مو خپله جرمانه پېسه پېسه ادا کړې نۀ وى.“
خو بله خبره دا ده چې زمونږ او ستا تر مينځه يوه لويه کنده ده چې د هغې نه نۀ څوک پورې وتلے شى او نۀ ترېنه څوک دېخوا راتلے شى.
هغوئ ته به د ابدى تباهۍ سزا مِلاو شى او د مالِک د حضور او د جلالى قدرت نه به هغوئ جدا شى.
ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.