25 کۀ د چا سره ستا مقدمه وى نو زر ورسره روغه جوړه وکړه، کله چې ورسره عدالت ته په لاره روان يې. هسې نه چې هغه دې قاضى ته پېش کړى او قاضى سپاهى ته، او تۀ قېد شې.
خُدائ پاک ته خپل ځان حواله کړئ، او د هغۀ سره روغه وکړئ، او ستاسو هر کار به سم وى.
نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه، بېشکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.
نو هغه په عدالت کښې په تېزۍ سره مۀ وړاندې کوه، نو تۀ به په آخر کښې څۀ کوې کۀ چرې ستا ګاونډى تا ملامته کړى او بيا دې وشرموى؟
پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو چې د دې هر څۀ اَنجام ووينى.
او هم په دغه ښار کښې يوه کونډه وه چې هغه به بيا بيا هغۀ له راتله او ورته به يې وئيل چې زما د مخالفينو او زما تر مينځه اِنصاف وکړه.
ځکه چې هغه فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو.“ وګورئ د بچ کېدو وخت اوس راغلے دے. وګورئ دا د خلاصون ورځ ده.
نو تاسو ته پته ده چې کله بيا هغۀ وروستو د برکت وارث کېدل غوښتل نو هغه نامنظور شو. او هغۀ ته د توبې ويستلو موقع مِلاو نۀ شوه سره د دې چې هغۀ په وير ژړا په هغه برکت پسې ډېر لټون وکړو.
بلکې هره ورځ يو بل له خبردارے ورکوئ، ترڅو چې نن ورځ ده نو چې په تاسو کښې څوک د ګناه د فريب په وجه سخت زړۀ نۀ شى.
په دې وجه څنګه چې روحُ القُدس فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،