Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 5:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 تاسو اورېدلى دى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، قتل مۀ کوئ. هغه څوک چې قتل وکړى هغۀ ته به ضرور په عدالت کښې سزا ورکولے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 5:21
19 Iomraidhean Croise  

هغې ورته ووئيل چې، ”په خوا به خلقو وئيل، لاړ شه او د ابيل په ښار کښې به درته د مسئلې حل مِلاو شى، نو چې هغوئ به لاړل نو مسئله به حل شوه.


هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په هر يو ښار کښې قاضيان مقرر کړل


هلته به د مړى د خپلوانو نه په حِفاظت کښې وى څوک چې بدل اخستل غواړى. چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به تر هغه پورې نۀ شى وژلے چې جرګې ته پېش شوے نۀ وى.


تاسو اورېدلى وُو چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، زنا مۀ کوئ.


بيا به تاسو دا اورېدلى وى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، خپل قسم مۀ ماتوئ خو خپل قسم د مالِک خُدائ دپاره ضرور پوره کوئ.


تاسو خبر يئ چې دا وئيلے شوى وُو چې، د سترګې په بدل کښې سترګه او د غاښ په بدل کښې غاښ.


تاسو خبر يئ چې وئيلے شوى وُو چې، د خپل ګاونډى سره مينه ساتئ او د خپل دشمن نه کرکه.


په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى.


هر څوک چې د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى، قاتل دے، او تاسو ته پته ده چې قاتلانو کښې د تل ژوندون نۀ وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan