20 زۀ تاسو ته دا وايم، ترڅو چې تاسو په صداقت کولو کښې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه زيات نۀ يئ نو تاسو بيا هيڅکله هم د آسمان په بادشاهۍ کښې داخلېدے نۀ شئ.
بيا هغوئ په دې مطلب پوهه شول چې د روټۍ او د خمبيرې نه ځان ساتل نۀ دى، خو د فريسيانو او صدوقيانو د تعليم نه ځان ساتل دى.
او څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى.
اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به واچولے شى.
هر هغه څوک چې ما ته مالِک مالِک وائى هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې ورداخل نۀ شى، خو صرف هغه کس چې زما د آسمانى پلار په رضا کار کوى.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى د ماشوم په شان قبوله نۀ کړى هغه به په کښې هيڅکله هم ورداخل نۀ شى.“
د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“
افسوس چې تاسو د هغه قبرونو په شان يئ چې نښه يې نۀ معلوميږى او خلق پرې په بېخيالۍ سره دپاسه ګرځى.“
په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى لکه د ماشوم قبوله نۀ کړى، هغوئ به هيڅکله په دې کښې داخل نۀ شى.“
ځکه کۀ په مجرمونکى نظام کښې جلال وو، نو صادقه نظام به ضرور د دې نه زيات جلالى وى.
نو بيا کۀ څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوے مخلوق دے. زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول.
او د هغۀ سره يو شم، نۀ په هغه صداقت کوم چې ما د شريعت نه حاصل کړے دے، بلکې په هغه صداقت کوم چې په مسيح د ايمان په وسيله دے. او د خُدائ پاک د خوا نه هغه صداقت چې په ايمان ولاړ دے.
ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.
خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن، خو صرف هغوئ د چا نومونه چې د ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.