Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 5:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 دا خيال مۀ کوئ چې ګنې زۀ د دې دپاره راغلے يم چې شريعت او د نبيانو کتابونه منسوخ کړم. زۀ د هغوئ منسوخ کولو له نۀ يم راغلے بلکې پوره کولو له راغلے يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 5:17
16 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ د خپل صداقت د خاطره خوشحاله وو، چې خپل شريعت لوئ کړى او جلال ورکړى.


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په دې وخت هم داسې کول په کار دى ځکه چې مونږ له دغه شان د خُدائ پاک صداقت پوره کول مناسب دى.“ او بيا يحيىٰ دا ومنله.


د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ، دا د شريعت او د ټولو نبيانو د تعليم مجموعه ده.


د زمکې او آسمان ختمېدل د شريعت نه د يو حرف يا زبر قدرې ورانولو په نسبت آسان کار دے.


په شريعت کښې موسىٰ مونږ ته حکم کړے دے چې داسې ښځې دې سنګسار کړے شى. نو بيا تاسو په دې حقله څۀ وايئ؟“


هغوئ ووئيل چې، ”دغه سړے په داسې طريقه خلق د خُدائ پاک عبادت ته راړوى چې د شريعت خلاف ده.“


او چغې يې کړلې، ”اے بنى اِسرائيلو. زمونږ مدد وکړئ. دا هغه سړے دے چې هر چا ته او هر چرته زمونږ د خلقو او زمونږ د شريعت خلاف تعليم ورکوى او زمونږ د خُدائ د کور بې‌حرمتى کوى. د دې نه لويه خبره دا ده چې هغۀ يونانيان هم د خُدائ کور ته راوستى دى او دا پاک ځائ يې پرې پليت کړے دے.“


هغوئ د دروغو ګواهان تيار کړل چې چا داسې ووئيل چې، ”دا سړے همېشه د خُدائ د دې مقدس کور او د موسىٰ د شريعت ګستاخى کوى.


ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.


نو بيا ولې مونږ د ايمان په وسيله شريعت شا ته غورزوو؟ هيڅکله نه، بلکې مونږ خو شريعت نور هم مضبوطوو.


نو چې د شريعت صحيح تقاضا په مونږ کښې پوره شى چې بيا د روح په مطابق ژوند تېروو، نه چې د ګناه د فطرت په مطابق.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan