خو د دې هر څۀ کېدو نه مخکښې به هغوئ تاسو ونيسى او تاسو به وزوروى. تاسو به عبادتخانو ته حواله کېږئ او بندىخانو ته به اچولے کېږئ. تاسو به د بادشاهانو او حاکمانو په وړاندې زما د نوم په سبب راوستلے شئ.
دا خبرې يادې ساتئ چې کومې ما تاسو ته وکړې، يو نوکر هم د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى. نو چې هغوئ زۀ وزورولم نو تاسو به هم وزوروى. کۀ هغوئ زما په کلام عمل وکړى نو ستاسو په کلام به هم عمل وکړى.
مونږ دې د قائِن په شان جوړ نۀ شو څوک چې د شرير نه وو او خپل ورور يې قتل کړو. او هغۀ هغه ولې قتل کړو؟ ځکه چې د هغۀ خپل عمل بد وُو او د هغۀ د ورور عمل د صداقت وُو.
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.