1 کله چې عيسىٰ ګڼ خلق وليدل نو غرۀ ته وختلو او هلته کښېناستو. او کله چې د هغۀ مريدان ورته راټول شول،
او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې کشتۍ ته وختلو او هلته کښېناستو او ټول خلق ورته د درياب په غاړه ودرېدل.
کله چې عيسىٰ د دغه ځايه د ګليل درياب په غاړه روان شو نو هغه بيا غرۀ ته بره لاړو او هلته کښېناستو.
ډېر خلق ورپسې روان شول چې د ګليل، د دِکپولس، د يروشلم، د يهوديه او د اُردن د پورې غاړې اوسېدونکى وُو.
نو هغۀ ورته داسې تعليم شروع کړو،
بيا عيسىٰ يو غر ته لاړو او هغۀ بيا هغه کسان راوغوښتل کوم چې هغۀ خوښ کړى وُو او هغوئ ورله راغلل.
نو عيسىٰ يو کور ته ننوتو او بيا دومره خلق پرې راټول شول چې دوئ روټۍ هم نۀ شوه خوړلے.
عيسىٰ يو ځل بيا د درياب په غاړه تعليم شروع کړو او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې په درياب کښې کشتۍ ته وختو او هلته کښېناستو، او نور ټول خلق د درياب په غاړه په اوچه ورته راټول شوى وُو.
هم په دغه ورځو کښې عيسىٰ غرونو ته لاړو چې دُعا وکړى او ټوله شپه يې د خُدائ پاک نه دُعا وغوښتله.
عيسىٰ د هغوئ سره د غرۀ نه راکوز شو او په هوار مېدان کښې ودرېدو. په دغه ځائ کښې د هغۀ د مريدانو ډله او ډېر خلق، چې ټول د يهوديه او يروشلم او د صور او د صيدا د سمندرى غاړې نه راټول شوى وُو،
بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته مخ راواړولو او وې فرمائيل چې، ”تاسو بختور يئ چې غريبان يئ، ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو ده.
د دې خبرو نه اتۀ ورځې پس هغۀ پطروس، يوحنا او يعقوب د ځان سره کړل او د دُعا دپاره غرۀ ته لاړل.
کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.