Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 4:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 بيا اِبليس هغه د يو ډېر اوچت غرۀ څوکې ته وخېژولو او د دُنيا ټولې بادشاهۍ او د هغې شان او شوکت يې ورښکاره کړل

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 4:8
13 Iomraidhean Croise  

په پوره شپږو مياشتو کښې هغۀ د شان او شوکت او عظمت سره د شاهى دربار د ټول دولت نمائش وکړو.


نو هغۀ ورته لافې وهلې، چې دے څومره مالداره دے او څومره ډېر زامن يې دى او بادشاه هغۀ له څومره اوچت مقام ورکړے دے او چې هغه د بادشاه د نورو ټولو آفسرانو نه څومره زيات اهم دے.


هغۀ ووئيل چې، ”ولې دا هغه لوئ د بابل ښار نۀ دے کوم چې د بادشاهانو د اوسېدو دپاره ما په خپل زور طاقت سره د خپل جلال او شان شوکت د څرګندېدو دپاره آباد کړے دے؟“


بيا بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ايسار شه نو زۀ ځم چې وګورم چې مالِک خُدائ ما ته راڅرګنديږى او کۀ نه. چې هغه ما ته څۀ هم ووائى نو زۀ به تا ته ووايم.“ نو هغه يو خوشى غر ته لاړو،


کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده ورکړه؟ او د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟


بيا اِبليس هغه مقدس ښار ته بوتلو او د خُدائ د کور په مناره يې ودرولو


ځکه چې پلار د زوئ سره مينه کوى او خپل ټول کارونه ورته څرګندوى. او د دې نه زيات لوئ کارونه به هغه ورته څرګند کړى نو تاسو به ورته حېران شئ.


ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى


بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan