Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 4:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 بيا اِبليس هغه مقدس ښار ته بوتلو او د خُدائ د کور په مناره يې ودرولو

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 4:5
11 Iomraidhean Croise  

د ننوتلو کوټه د کور د پوره پلنوالى هومره يعنې تقريباً لس ګزه وه او تقريباً شپېتۀ ګزه اوچته وه. د کوټې دننه دېوالونه او چت په سوچه سرو زرو باندې پټ وو.


مشران په يروشلم کښې دېره شول او باقى خلقو پچه واچوله چې د هر لسم خاندان نه يو خاندان خوښ کړى چې لاړ شى او د يروشلم په مقدس ښار کښې اوسيږى، خو هغه نور په خپلو ښارونو کښې اوسېدل.


د يروشلم په مقدس ښار کښې ټول دوه سوه او څلور اتيا ليويان اوسېدل.


تاسو د مقدس ښار اوسېدونکى يئ او وايئ چې تاسو د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باور کوئ، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. هغه فرمائى،


اے يروشلمه، پاڅه، ويښ شه. خپلې د طاقت جامې واغونده. اے مقدسې ښاريې، د شان او شوکت والا جامې واغونده. ناسنته او ناپاک خلق به هيڅکله ستا په دروازو بيا درننه نۀ وځى.


اے مالِکه، په خپلو کارونو کښې تۀ صادق يې، نو په دې وجه تۀ خپله سخته غصه او غضب د خپل ښار يروشلم، ستا مقدس غر نه لرې کړه. زمونږ ګناهونو او زمونږ د پلار نيکونو ګناهونو يروشلم او ستا خلق د ګېرچاپېره قومونو د خندا کړل.


اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.


او د عيسىٰ د پاڅېدلو نه پس هغوئ د قبرونو نه راووتل، يروشلم ته ننوتل او ډېرو خلقو يې ننداره وکړه.


بيا اِبليس هغه يروشلم ته بوتلو او د خُدائ پاک د کور د مينارې په سر يې ودرولو او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ زوئ يې نو خپل ځان دلته نه ښکته وغورزوه،


عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے. په دې وجه چا چې زۀ تا ته په حواله کړے يم، هغه د لوئ ګناه مجرم دے.“


خو د خُدائ د کور بهر دربار مۀ کچ کوه ځکه چې دا غېرو قومونو ته ورکړے شوے دے او هغوئ به دا مقدس ښار تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د پښو لاندې کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan