22 هغوئ سمدستى کشتۍ او خپل پلار پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
داسې کس زما قابل نۀ دے چې د خپل مور پلار سره زما نه زياته مينه کوى او هغه څوک هم چې زما نه زياته مينه د خپل زوئ يا لور سره کوى.
کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه وړاندې لاړو نو دوه وروڼه يې وليدل، يعقوب د زبدى زوئ او د هغۀ ورور يوحنا چې په کشتۍ کښې يې د خپل پلار زبدى سره جالونه مرمت کول. هغوئ يې راوبلل.
عيسىٰ په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د يهوديانو په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان يې کولو او د خلقو هر رنځ او بيمارى يې روغوله.
نو سمدستى هغۀ هغوئ راوبلل، او هغوئ خپل پلار زبدى د مزدورانو سره په کشتۍ کښې پرېښودو او په هغۀ پسې روان شول.
”هغه څوک چې زما مريد جوړېدل غواړى نو کۀ هغه د خپل مور، پلار، ښځې، بچو، وروڼو، خوېندو او د خپل ځان نه زړۀ صبر نۀ کړى نو هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.
هم دغه شان تاسو کښې يو کس هم تر هغې زما مريد کېدے نۀ شى ترڅو چې هغۀ خپل ټول مال دولت ته شا کړې نۀ وى.
کله چې هغوئ کِشتۍ غاړې ته راوستلې نو هر څۀ يې پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
نو اوس مونږ چا ته په انسانى نظر نۀ ګورو، لکه څنګه چې مونږ هم مسيح ته يو وخت په انسانى نظر کتل خو اوس داسې نۀ کوُو.