20 هغوئ سمدستى خپل جالونه پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
بيا اليشع د خپلې قلبې غوَيو له لاړو او حلال يې کړل او د دې غوښه يې پخه کړه، د جغ نه يې د خشاک کار واخستو. هغۀ غوښه خلقو له ورکړه او هغوئ وخوړله. بيا هغه الياس پسې د هغۀ د نوکر په شان لاړو.
زۀ به زړۀ نا زړۀ او ځنډ نۀ کوم چې ستا حُکمونه ومنم.
داسې کس زما قابل نۀ دے چې د خپل مور پلار سره زما نه زياته مينه کوى او هغه څوک هم چې زما نه زياته مينه د خپل زوئ يا لور سره کوى.
په دې خبرې پطروس ووئيل چې، ”ګوره مونږ خو د دې دپاره هر څۀ پرېښى دى چې تاسو پسې روان شُو، نو هلته به زمونږ دپاره څۀ وى؟“
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو آدمګير جوړ کړم.“
کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه وړاندې لاړو نو دوه وروڼه يې وليدل، يعقوب د زبدى زوئ او د هغۀ ورور يوحنا چې په کشتۍ کښې يې د خپل پلار زبدى سره جالونه مرمت کول. هغوئ يې راوبلل.
کله چې هغوئ کِشتۍ غاړې ته راوستلې نو هر څۀ يې پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
چې خپل زوئ په ما کښې څرګند کړى د دې دپاره چې زۀ په غېريهوديانو کښې د هغۀ زيرے خور کړم. نو نۀ خو ما د انسان نه صلاح واخسته