19 عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو آدمګير جوړ کړم.“
بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ کامِل کېدل غواړې نو لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ آسمانى خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“
عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو چې دوه وروڼه يې وليدل، يو شمعون چې د پطروس په نوم ياديږى او د هغۀ ورور اندرياس. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو.
هغوئ سمدستى خپل جالونه پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ما پسې راځه، مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى.“
څنګه چې عيسىٰ له دې ځايه لاړو نو هغۀ متى نومې سړے د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ متى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو.
څنګه چې هغه له دې ځايه لاړو هغۀ د حلفۍ زوئ ليوى د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ ليوى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو.
وروستو چې بيا عيسىٰ بهر لاړو نو هغۀ ليوى نومې يو محصولچى وليدو چې د محصُول په کُرسۍ ناست وو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“
بل چا ته هغۀ وفرمائيل چې، ”په ما پسې راځه.“ خو سړى جواب ورکړو، ”مالِکه، اول ما ته اجازت راکړه چې خپل پلار ښخ کړم.“
بله ورځ عيسىٰ ګليل ته د تلو نيت وکړو. فيليپوس مخې له ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“
کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ زۀ وغواړم چې هغه دې تر هغې ژوندے پاتې شى ترڅو چې زۀ بيا راشم نو ستا په دې کښې څۀ؟ تۀ ما پسې راځه.“
دا خبره ټيک ده چې ما په تاسو بوج وانۀ چولو، خو ځينى دا سوچ کوى چې زۀ چالاک يم او تاسو مې په ټګۍ راګېر کړى يئ.